د پاکستان مرستیال وزیر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، ویلي دي چې پاکستان غواړي له ترکیې سره د ورورولۍ او تاریخي اړیکې لا پیاوړې کړي او دواړه هېوادونه اقتصادي ملګرتیا، سوداګري او ګډه پانګونه نوې کچې ته ورسوي. اسحاق ډار دا خبرې ،د جولایۍ په ۴مه، په استانبول کې د پاکستان ـ ترکیې د سوداګرۍ کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړې.

 

هغه وویل، د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ حکومت اقتصادي اصلاحات پېل کړي، چې مقصد یې د هېواد اقتصاد پیاوړی کول، د پانګه‌ والو باور زیاتول او د کاروبار لپاره اسانتیاوې برابرول دي.

 

د بهرنیو چارو وزیر وویل، پاکستان د انرژۍ، کانونو او معدنیاتو، برېښنا، معلوماتي ټېکنالوژۍ، صنعت، کرنې، ټرانسپورټ، سیاحت او دفاعي صنعت په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ترکي سرمایه دارو هرکلی کوي.

 

اسحاق ډار وویل، د دواړو هېوادونو همکاري باید یوازې تر سوداګرۍ محدوده نه وي، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټل ټېکنالوژۍ، فِن ټېک، پرمختللي صنعت او علمي او څېړنیزو پروژو تر کچې هم وغځېږي.

 

هغه زیاته کړه، نړۍ په چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده، نړیوال اقتصادي ائتلافونه او سوداګریز تړونونه بدلېږي او په داسې وخت کې پاکستان او ترکیه باید په ګډه کار وکړي، څو له نویو موقعو ګټه پورته کړي.

 

اسحاق ډار وویل، چې د دواړو هېوادونو سفارتونه، سوداګریزې خونې او د پانګونې ادارې باید د خصوصي تګلاری ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي او د سوداګرۍ پر وړاندې موجود خنډونه لرې کړي.

 

نوموړي وویل، پاکستان او ترکیه د سیمي د اقتصادي پرمختګ، نوښت او ثبات لپاره ګډ  صلاحیت لري او که دواړه هېوادونه په ګډه کار وکړي، نو نه یوازې به د خپلو خلکو لپاره نوې اقتصادي موقعې پیدا کړي، بلکې په نړیوال بازار کې به هم خپل دریځ لا پیاوړی کړي.

 

اسحاق ډار د خپلې وینا په پای کې وویل، چې پاکستان او ترکیه د باور، ورورولۍ او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې لري او دواړه هېوادونه به په ګډه د سوکاله او باثباته راتلونکي لپاره خپل سفر ته دوام ورکوي.