د افغان طالبانو حکومت ویلي، له پاکستانه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو یو ټرالر د لغمان ولایت په سرخکان ولسوالۍ کې سیند ته لوېدلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپیان شوي دي.

 

د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي ،د جولاۍ په ۳مه، رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي دي، چې پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې د کابل - جلال‌اباد پر لویه لاره، د خیروخېلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

 

د هغه په وینا، د ژغورنې ډلې او تخنیکي پرسونل له اړینو درنو وسایطو سره د پېښې ځای ته رسېدلي دي. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه ۴ مړي او ۸ ټپیان له سینده ایستل شوي، خو ۱۰ کسان لا هم نادرکه دي.

 

چارواکي وایي، په ټرالر کې ټول ۲۲ کسان سپاره وو او د لومړنیو معلوماتو له مخې د پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بې‌ احتیاطي بلل شوې ده.

 

بلخوا، د طالبانو د خالد بن ولید قول اردو هم د دې پېښې پخلی کړی دی. د قول اردو ویاند وحیدالله محمدي ویلي دي، چې ټرالر له سینده را ایستل شوی او خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

 

په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ ګڼې کورنۍ هېواد ته راستنېږي.