راپورونه وایي، چې ،د جولایۍ په ۳مه، د شپې شاوخوا اته بجې د کابل پوهنتون د محصلینو په لیلیه کې د لاسي بم برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ محصلین ټپیان شوي دي.

 

د یوې دولتي سرچیني په وینا، چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې، وایی پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې محصلین د ډوډۍ اخیستو لپاره د لیلیې اشپزخانې ته تللي وو.

 

سرچیني وایي، چې ټپیان د درملنې لپاره د کابل علي‌ اباد روغتون ته لېږدول شوي، چرته چې یو ډاکټر د ۹ ټپیانو پخلی کړی او د ځینو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ بللی دی.

 

ځايي سرچیني وایي، له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي. خو تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

 

واکمنو طالبانو تر اوسه د دې برید په تړاو رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې او نه یې د راپور شوې مرګ‌ ژوبلې، د برید د څرنګوالي او یا د پلټنو د پرمختګ په اړه څه ویلي دي.

 

که د راپورونو دا شمېرې تایید شي، دا به په وروستیو میاشتو کې د کابل پوهنتون د محصلینو پر لیلیه له خونړیو امنیتي پېښو څخه یوه وي. د پېښې په اړه د طالب چارواکو رسمي تایید لا هم نه دی راغلی، او د مرګ‌ ژوبلې شمېر ښیي د نویو معلوماتو له مخې بدلون ومومي.