د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره (اېن ډي اېم ای) وايي، په هېواد کې د موسمي بارانونو له پېل راهیسي د بېلابېلو پېښو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

 

د ادارې لخوا ،د جولایۍ په ۳مه، خپور شوي راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

 

راپور زیاتوي چې د جون له ۲۶مې راهیسي د بارانونو اړوند پېښو کې د مړو شویو کسانو له ډلې اته ماشومان، پنځه نارینه او څلور ښځې شاملې دي.

 

د اېن ډي اېم ای د شمېرو له مخې، په مړو شویو کسانو کې ۹ د خیبر پښتونخوا، ۴ د پنجاب او ۴ د بلوچستان اوسېدونکي دي.

همدارنګه، د ټپیانو شمېر ۴۱ ته رسېدلی چې پکې ۲۶ د خیبر پښتونخوا، ۹ د پنجاب او ۶ د بلوچستان دي.

 

اېن ډي اېم ای له خلکو غوښتي چې د بارانونو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي او د اړوندو ادارو لارښوونې په پام کي نیسي.