د پاکستان وزیر اعظم ،میا محمد شهباز شریف، او د پوځ مشر فیلډ مارشال ،سید عاصم منیر، د جولایۍ په ۳مه، له یو لوړپوړي دولتي او پارلماني پلاوي سره د ایران پلازمېنې تهران ته رسېدلي او د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ،ایت الله علي خامنه اي، د تدفین او د درناوي په مراسمو کې یې ګډون کړی دی.

 

د تهران په 'ګرانډ مصلا امام خمیني' کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان سپېکر محمد باقر قالیباف د پاکستاني پلاوي تود هرکلی وکړ.

 

پاکستاني مشرانو د مراسمو په لړ کې د ایران له ولسمشر ،مسعود پزشکیان، سره وکتل او د ایت الله علي خامنه اي پر مړینه یې د ګډې ژورې خواشینۍ څرګندونه وکړه.

 

وزیر اعظم شهباز شریف او فیلډ مارشال سید عاصم منیر له ایراني چارواکو سره په ګډه د ارواښاد د روح د ښادۍ لپاره فاتحه وویله او د اسلامي نړۍ لپاره یې د هغه خدمات وستایل.

 

د دغه سفر پر مهال د پوځ مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر د ایران له دفاع وزیر سره هم ځانګړې لیدنه وکړه.

 

په دغه لوړپوړي پاکستاني پلاوي کې د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ، د سېنټ چیئرمین یوسف رضا ګیلاني، د قامي اسمبلۍ سپېکر سردار ایاز صادق او د سیند اعلا وزیر سید مراد علي شاه شامل وو. 

 

شهباز شریف له ایراني ولسمشر سره د خبرو پر مهال وویل چې د خامنه اي مړینه د ټول امت لپاره یو لوي زیان دی او پاکستان پدې غم کې د ایران تر څنګ ولاړ دی.

 

د افغان پلاوي ګډون

 

 

 

بلخوا د افغان طالبانو لوړپوړي پلاوي هم په یاد مراسمو کې ګډون کړی او د ایران حکومتي چارواکو ته یې د ایت الله علي خامنه اي په مړینه فاتحه کړې او غمرازي یې کړې.

 

د افغان طالبانو د پلاوي مشري د اقتصادي چارو مرستیال رئیس‌الوزرا، ملا عبدالغني برادر اخوند، کوله چې ورسره د بهرنیو چارو وزیر ،مولوي امیر خان متقي هم په سفر کې موجود و.