د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې (ريسکيو ۱۱۲۲) ويلي دي، چې ،د جولایۍ په ۳مه، د بلوچستان د شیراني ضلعې د دانه سر په سيمه کې د بس تر خونړۍ ترافيکي پېښې وروسته يې د ژغورنې او مرستې عمليات دوام لري.
د ريسکيو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، له ډېره اسماعيل خان څخه اووه امبولانسونه، يوه د ژغورنې ځانګړې ګاډۍ او له ۳۰ زيات ژغورونکي سيمي ته استول شوي او د ژوب ډویژن د اړوندو ادارو ترڅنګ په عملياتو کې برخه اخلي.
اداره وايي، په دې پېښه کې شاوخوا ۴۰ کسان مړه شوي دي، چې تر اوسه د ۳۲ مړو کسانو پېژندنه شوې ده.
د پېژندل شويو مړو له ډلې ۱۳ کسان د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي؛ په هغو کې دوه تنه د خیبر ضلعې او دوه تنه د پېښور اوسېدونکي دي، په داسې حال کې چې د نورو نهو کسانو د هويت د بشپړولو بهير روان دی.
ريسکيو ۱۱۲۲ زياتوي، چې په دې پېښه کې د خیبر پښتونخوا شپږ کسان ټپيان شوي دي او د هغوي د هويت او د استوګنې د سيمو د کره معلوماتو راټولولو چارې دوام لري.


شال نیوز