په پېښور کې د الخدمت فاونډېشن له لوري د ۳۴ بېوزلو جوړو ډله ییز ودونه ترسره شول. په دې مراسمو کې د واده زلمو، ناویانو، د هغوي کورنیو او د الخدمت فاونډېشن چارواکو ګډون کړی و.
د ادارې د چارواکو په وینا، الخدمت فاونډېشن تر دې دمه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۱۳ زرو څخه د زیاتو بېوزلو کسانو د ودونو تابیا کړې او نوو جوړو ته د کور لومړني او بنسټیز اړتیا وړ سامان هم ورکوي، ترڅو خپل ګډ ژوند په ښه توګه پیل کړي.
په راپور کې د ګډونوالو نظرونه، د پروګرام مهمې صحنې او د دې خیریه نوښت ټولنیز اغېز هم لیدلی شئ. ويډيو بي ارشد


خالده نیاز