د پنجاب د لاهور ښار د ډيفنس سي تاڼې پوليسو پر پنځو کسانو د دوو بهرنيو ښځو د تښتولو، جنسي تېري، د پيسو په زور اخيستو او تشدد مقدمه درج کړې ده. پوليس وايي، د پېښې په تړاو يې تر اوسه څلور شکمن نيولي او د يو بل د نيولو لپاره چاپې روانې دي.
شال نيوز د دې مقدمې د لومړي معلوماتي راپور (اېف ايي ار) يوه کاپي ترلاسه کړې ده. د پوليسو د راپور له مخې، دا مقدمه ،د جولایۍ په ۲مه، د ډيفنس سي تاڼې کې د ۱۵۶۰/۲۶ شمېرې لاندې ثبت شوې ده.
د اېف ایي ار له مخې، د هالېنډ اوسېدونکې ،سټيفني اډريانا ماو، پوليسو ته ويلي، چې هغې او د وېنزويلا يوې ښځې ،اسټرېډ رابنسن براچو، د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کې په سنګاپور کې له ،محمد رضا ډار، سره پېژندګلوي کړې وه. د هغې په وينا، محمد رضا ډار دواړو ښځو ته پاکستان ته د راتګ بلنه ورکړې وه او د ويزو په اخيستو کې يې هم ورسره مرسته کړې وه.
شکايت کوونکې وايي، چې دواړه ښځې ،د جون په ۲۹مه، پاکستان ته تر رسېدو وروسته د محمد رضا ډار، د هغه د يوه ملګري او درې نورو کسانو له خوا په زور يو کور ته بوتلل شوې. په اېف ایي ار کې دعوه شوې چې هلته دواړه ښځې د خپلې خوښې خلاف ساتل شوې، د خوشي کېدو په بدل کې ترې د ډېرو پيسو غوښتنه شوې او د بند پر مهال پرې څو ځله جنسي تېری او بدني تشدد شوی دی.
په شکايت کې دا دعوه هم شوې چې شکمنو کسانو ښځو ته د وژلو او د بدن د اندامونو د خرڅولو ګواښونه کړي وو، که يې غوښتل شوې پيسې ور نه کړې. د اېف ایي ار له مخې، له دواړو ښځو څخه نغدې پيسې او نور ارزښتناک شيان هم اخيستل شوي دي.
شال نيوز د پېښې د حساس او شخصي ماهيت له امله په اېف ايي ار کې د جنسي تېري او تشدد تفصيلي بيان نه خپروي. په دې مقدمه کې درج شوي ټول تورونه د شکايت کوونکو دعوې دي او تر اوسه د کوم عدالت له خوا نه دي ثابت شوي.
پوليسو دا مقدمه د پاکستان د جزا قانون د تښتونې، د تاوان لپاره د يرغمل نيولو، جنسي تېري، په زور د پيسو اخيستو، ګواښونو او نورو اړوندو مادو لاندې درج کړې او پلټنې يې پېل کړې دي.
د لاهور پوليسو د وروستيو معلوماتو له مخې، د پېښې په تړاو څلور شکمن نيول شوي او د يو بل شکمن د نيولو لپاره چاپې دوام لري. پوليس وايي، دواړو بهرنيو ښځو طبي معاينات کړي او د ضابطه فوجداري د ۱۶۴مې مادې له مخې يې د عدالت مخې ته خپل بيانونه هم ثبت کړي دي، چې د مقدمې مهم قانوني شواهد ګڼل کېږي.
پوليس زياتوي چې د طبي، عدلي او ډيجيټل شواهدو راټولول او ارزول روان دي او د پلټنو له بشپړېدو وروسته به مقدمه د قانون له مخې عدالت ته وړاندې شي.
پوليس ټينګار کوي چې د اېف ایي ار درج کېدل د پلټنو پېل دی او د هيڅ تورن جرم نه ثابتوي. د تورنو د ګناه يا بېګناهۍ وروستۍ پرېکړه به د شواهدو او قانون له مخې عدالت کوي.


شال نیوز