بنو (شال نیوز): د پښتنو د حقونو نوميالی مبارز، حاجي ميرزا علي خان، چې د فقير ايپي په نوم پېژندل کېږي، د هغه ۶۷م تلين په بنو کې په درناوي سره ولمانځل شو.

 

د اپرېل په ۱۶مه د دې ورځې په مناسبت يوه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د سيمپ سياسي او ټولنيزو شخصيتونو، مشرانو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.

 

په غونډه کې ويناوالو د فقير ايپي د ازادۍ مبارزه، زړورتيا او اصولي دريځ وستايل او ويې ويل چې هغه د خپلې خاورې او قام د حقونو لپاره نه هېريدونکې قربانۍ ورکړې دي.

 

ويناوالو وويل چې فقير ايپي يو باغيرته او اصولي مشر و چې تل يې د حق او رښتيا ملاتړ کړی. هغوي زياته کړه چې نن هم بايد خلک د هغه له زړورتيا او عزم څخه زدکړه واخلي.

 

فقير ايپي د شمالي وزيرستان يو مهم مبارز و چې د پښتنو د حقونو لپاره يې اوږده مبارزه کړې ده. هغه په ۱۹۴۷ کال کې په بنو کې د هغې تاريخي جرګې مشري هم کړې وه چې پکې د “پښتونستان” د جوړولو اعلان شوی و.

 

نوموړی په ۱۸۹۳ کال کې زېږېدلی و او د ۱۹۶۰ کال د اپرېل په ۱۶مه وفات شو، خو د هغه مبارزه تر اوسه د پښتنو لپاره د الهام يوه مهمه سرچينه بلل کېږي.