د بره دیر د پنجکوړې سیند پر غاړه پروت “کس چاپر” د طبیعت له زړه راښکونکو سیمو څخه ګڼل کېږي. هر کال د اوړي په موسم کې سلګونه سیلانیان د یخو اوبو، شنو ونو او ارام چاپېریال د خوند اخیستو لپاره دې ځای ته ورځي. خو د دې ښکلا تر څنګ، د سیند تېز جریان او د خوندیتوب د اسانتیاوو نشتوالی د سیلانیانو لپاره جدي خطرونه هم رامنځته کوي.  

په دې ویډیويي راپور کې د “کس چاپر” طبیعي ښکلا، د سیلانیانو تجربې، او د احتیاطي تدابیرو اړتیا درته وړاندې کېږي.