پېښور کې د بشري حقونو فعالانو او د مدني ټولنې غړو د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تیري او تاوتریخوالي د وروستیو پېښو پر ضد احتجاج کړی او له حکومت څخه یې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د اغېزمنو او عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

 

احتجاج کوونکو له مسؤلو ادارو وغوښتل چې د ماشومانو پر وړاندې د جرمونو په پېښو کې ککړ کسان دې زر تر زره د قانون منګولو ته وسپارل شي او ماشومانو ته دې خوندي چاپېریال برابر کړل شي.