د پاکستان پوځ دعوه کړې چې افغان طالبانو ،د جون په ۳۰مه، د بلوچستان پر پوله د پاکستان پر لور څلور ډرونونه استولي وو، خو د پوځ هوايي دفاع نظام ټول کشف او شنډ کړي دي. بلخوا، د افغانستان د طالبانو دفاع وزارت دعوه کوي چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د داعش پر هغو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي، چې د دوي په وینا، د افغانستان پر ضد ترې بریدونه پلان کېدل.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ايي اېس پي ار) د جولایۍ په لومړۍ نېټه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې څلور ډرونونه د بلوچستان پر پوله د پاکستان فضا ته داخلېدل، خو د هوايي دفاع نظام سمدستي کشف او د پرمختللو دفاعي وسایلو په وسیله شنډ کړل.
پوځ په خپل بیان کې افغان طالبان تورن کړي، چې د خپلې ولکې لاندې سیمو کې له وسله والو ډلو ملاتړ کوي. ایي اېس پي ار ویلي، که د پاکستان پر ضد سرحدي پارونې دوام وکړي، نو پوځ به د “غضب الحق” عملیاتو په چوکاټ کې قاطع ځواب ورکړي.
په مقابل کې، د افغانستان د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ویاند ،صدیق الله نصرت، پر اېکس ټولنیزې شبکې دعوه کړې ده چې د افغان هوايي ځواک له خوا د بلوچستان د پشین ضلعې د سرانان په سیمه کې یو ګډ مرکز، د خیبر ضلعې د قمبرخېل په سیمه کې د داعش یو مرکز او د چترال د شاه سلیم درې د ګرم چشمې په سیمه کې د داعش او نورو وسله والو یو بل ګډ مرکز په نښه شوی دی.
د طالبانو دفاع وزارت ویلي دي، چې په دغو بریدونو کې داعش، د هغوي ملاتړو او نورو وسله والو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او بریدونه په داسې ډول ترسره شوي چې ملکي وګړو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.
شال نیوز د طالبانو د دغو دعوو خپلواکه تایید نه شي کولی او د پاکستان حکومت هم تر دې دمه د دغو دعوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د شال نیوز د چمن خبریال نعیم اچکزی راپور ورکوي چې د بلوچستان د پشین ضلعې د سرانان په سیمه کې د شپې له خوا د ډرونونو د لیدل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
یوې حکومتي سرچیني، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، شال نیوز ته ویلي دي، چې یو یا دوه ډرونونه د ډزو په وسیله نسکور شوي دي. د سرچیني په وینا، د ډرونونو د لوېدو له امله لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شوي دي.
ځايي اوسېدونکو د شپې پر مهال د جنګي الوتکو د الوتنو غږونه هم اورېدلي، خو د بلوچستان ځایي انتظامیې تر اوسه د پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.
د شال نیوز د پېښور خبریال شمیم شاهد راپور ورکوي چې د سې شنبې په شپه شاوخوا لس بجې د پېښور د حسن خېل د پستوانۍ په سیمه کې په یوه کور د ډرون د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ کسان اغېزمن شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې نارینه او درې ښځې شاملې وې. یوه ښځه وژل شوې او پنځه ټپیان د ریسکیو ۱۱۲۲ په امبولانسونو کې د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم ویلي دي، چې روغتون ته درې نارینه او دوه ښځې ټپیان وروړل شوي وو. د هغه په وینا، د دوو کسانو ټپونه لږ وو او له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي، خو درې نور لا هم تر درملنې لاندې دي. د روغتون د معلوماتو له مخې، د ټپیانو عمرونه د ۱۵ او ۸۰ کلونو ترمنځ دي.
د پېښور پولیسو هم تایید کړې، چې د حسن خېل د پولیسو تاڼې په حدودو کې د یوه ډرون پاتې شوني موندل شوي دي. د پېښور د ښار د پولیسو مشر ډاکټر میا سعید د پېښې پخلی کړی، خو د ډرون د نوعیت او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
په همدې شپه د پېښور د حیات اباد او د خیبر ضلعې په ځینو سیمو کې هم د مشکوکو ډرونونو د الوتنو راپورونه خپاره شوي دي. ځینو امنیتي سرچینو دعوه کړې چې دوه مشکوک ډرونونه شنډ شوي، خو د پاکستان پوځ او نورو امنیتي ادارو تر اوسه د دغو راپورونو رسمي پخلی نه دی کړی.
دا پرمختګونه له هغې وروسته مخې ته راځي چې پاکستان د جون په ۲۸مه اعلان کړی و، چې د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د جماعت الاحرار او تحریک طالبان پاکستان پر درېیو هدفونو هوايي بریدونه کړي او ۲۵ وسله وال یې وژلي دي.
خو افغان طالبانو هغه بریدونه غندلي وو او دعوه یې کړې وه چې په دغو هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي دي، چې د دوي د لومړنیو موندنو له مخې د جون د ۲۸مې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي. یوناما ویلي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ښیي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.
یوناما له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د نړیوال بشري قانون درناوی وکړي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او له هغو پوځي اقداماتو ډډه وکړي چې ملکي وګړو ته زیان رسوي.
تر دې دمه د دواړو هېوادونو د وروستیو ادعاوو خپلواکه تایید نه دی شوی او د سرانان، حسن خېل، قمبرخېل او چترال د پېښو په اړه هم د دواړو لورو رسمي پلټنې نه دي بشپړې شوې.


شال نیوز