د بنو پولیس وایي، د جون په ۳۰مه، د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د ډزو په پنځو جلا پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، د ټولو پېښو مقدمې ثبت شوې او د شکمنو کسانو د نیولو او د پېښو د لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

 

د پولیسو په وینا، د جاني خېل تاڼې په حدودو کې د هندي خېل سیمي ته نږدې پر پخه سړک حنیف الله، د غفار علي زوې، پر رسول نیاز، د بهادر خان زوې، ډزې کړې او هغه یې وژلی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، شکمن کس په نشي حالت کې بې‌ دلیله ډزې کړې او له سیمي تښتېدلی دی. د وژل شوي ورور عبدالله په مدعیت مقدمه ثبت شوې ده.

 

په یوه بله پېښه کې، چې د بنو کینټ تاڼې اړوند د سوکړۍ جبار فقیراباد په سیمه کې شوې، عمر ایاز، د شیر علي جان زوې، د کورني اختلاف له امله خپله مېرمن رابعه بي بي په ډزو وژلې ده. پولیس وايي، شکمن له پېښې وروسته تښتېدلی او د پېښې په تړاو مقدمه ثبت شوې ده.

 

همدارنګه د کینټ تاڼې په حدودو کې ناپېژاندو وسله ‌والو ضابط خان، د اصل خان زوې، په ډزو وژلی دی. پولیس وايي، د دې وژنې لامل لا نه دی معلوم او پلټنې روانې دي.

 

د وزیر تاڼې اړوند د زرموم دریوبه په سیمه کې هم ناپېژاندو کسانو شفیق، د طاهر زوې، په ډزو وژلی دی. د پولیسو په وینا، تر اوسه د شخصي دښمنۍ کوم ثبوت نه دی موندل شوی او د پېښې بېلابېل اړخونه تر څېړنې لاندې دي.

 

په پنځمه پېښه کې، چې د کینټ تاڼې د شاهین اډې ممش خېل په سیمه کې شوې، رحیم الله او کلیم الله، د سید علي شاه زامن او د ټېري رام منډیو اوسېدونکي، د سلیمان، د اصل میر زوې، د وژنې په تور نومول شوي دي. پولیس وايي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا پېښه د پخوانۍ دښمنۍ او د قتل د قضیې له امله رامنځته شوې ده. د وژل شوي د مېرمنې نایلې په مدعیت مقدمه ثبت شوې او د شکمنو د نیولو لپاره عملیات روان دي.

 

پولیسو ویلي، چې د ټولو وژل شویو کسانو جسدونه د قانوني طبي معاینې لپاره د بنو ضلعې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو پېښو پلټنې دوام لري.