د شمالي وزيرستان ډپټي کمېشنر ،سميع الله خان، د ځانګړو کسانو (معذوره کسانو) له استازو سره ليدلي او د هغوي ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې اورېدلي دي.

د ضلعي انتظاميې لخوا ،د جون په ۳۰مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د بېلابېلو سيمو او برخو ځانګړو کسانو ګډون کړی و. ډپټي کمېشنر د ګډونوالو خبرې په غور واورېدې او ويې ويل چې د هغوي جائزې ستونزې به په لومړيتوب حل کېږي او اړوندو محکمو ته به لازمې سپارښتنې کېږي.

سمیع الله خان وويل، چې ځانګړي کسان د ټولنې مهمه برخه ده او ضلعي انتظاميه به د هغوي د هوساينې، د حقونو د خوندي کولو او د برابر فرصتونو د برابرولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې ويلي، چې د خلکو خدمت، ښه حکومتولي او د ټولنې د ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول د ځانګړو کسانو، د حقونو او هوساينې لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي.