د افغان طالبانو د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزیر، نورالله نوري، له افغانانو غوښتي چې د طالبانو ملاتړ وکړي او ملي یووالی وساتي. هغه ویلي دي، چې که خلک د دوي ترڅنګ ودرېږي، طالبان به د هېواد امنیت او د خلکو ساتنه یقیني کړي.
نورالله نوري ،د جون په ۳۰مه، په کابل کې د شیعه علماوو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان امنیت او د هېواد له خاورې دفاع د طالبانو له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.
هغه وویل: «موږ به هیچا ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي.»
نورالله نوري زیاته کړه، هر هغه ځواک چې د افغانستان پر ضد په «بد نیت» راغلی، له ماتې سره مخ شوی او دا باید د ټولو لپاره د عبرت او زده کړې وړ موضوع وي.
د نوموړي څرګندونې داسې مهال شوې دي، چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د وروستیو هوايي بریدونو وروسته، په افغانستان او بهر کې پراخ غبرګونونه راپورته شوي دي. په ټولنیزو رسنیو او سیاسي بحثونو کې یو شمېر افغانانو د هېواد د امنیت په خوندي ساتلو کې پر طالبانو نیوکې کړې او هغوي یې د امنیت په ټینګښت کې پاتې بللي دي.
طالبانو ویلي، په دغو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
خو د پاکستان پوځ ویلي، چې په عملیاتو کې یې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي او ادعا کوي چې بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي. د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه د بېلابېلو لورو معلومات یو له بل سره توپیر لري او خپلواکو سرچینو یې تر اوسه بشپړ تایید نه دی کړی.


شال نیوز