د خېبر ضلعې د لنډي کوتل تحصیل هغه پخواني محصلین، چې شاوخوا ۵۰ کاله مخکې د یوه ښوونځي هم صنفیان وو، له نیمي پېړۍ وروسته یو ځل بیا سره راټول شوي دي.
په دې بیا لیدنه کې ګډونوالو د خپل ښوونځي د دورې خوږې خاطرې تازه کړې، د یو بل احوال یې واخیست او د ژوند د بېلابېلو پړاوونو تجربې یې شریکې کړې. دغه ګډونوال وایي، له دومره اوږدې مودې وروسته بیا یوځای کېدل ورته د خوښۍ او یادونو یوه ځانګړې شېبه وه.


ابراهیم شینواری