د شانګلې د بوټیال سرکاري سکول له لوري د “ساینس ان ایکشن” تر سرلیک لاندې یو معلوماتي او ساینسي پروګرام ترسره شو. په دې پروګرام کې زده کوونکو بېلابېل ساینسي ماډلونه، تجربې او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل او د ساینس او ټېکنالوژۍ په اړه یې خپل مهارتونه څرګند کړل. د پروګرام موخه په زده کوونکو کې د ساینسي فکر، څېړنې او نوښت روحیه پیاوړې کول وو.

عرفان حسین علي