د ايران ولسمشر ،مسعود پزشکيان، پاکستان ته په داسې وخت کې سفر کړی، چې د ايران او امريکا ترمنځ په سوېټزرلينډ کې د خبرو لومړی پړاو تازه پای ته رسېدلی دی. په اسلام‌اباد کې د نوموړي د سفر نښې هر ځای ليدل کېږي؛ ځيني لارې تړل شوې او د عامه ترانسپورټ ګڼ مسافر د بديلو لارو او وسايلو په لټه کې دي.

 

خو د دې سفر د اصلي موخې په اړه لا هم ډېرې پوښتنې شته.

 

د ولسمشر پزشکيان سفر سمدستي وروسته له هغې کېږي چې د ايران او امريکا ترمنځ په سوېټزرلينډ کې خبرې وشوې. همدې چارې په سياسي او سفارتي کړيو کې بېلابېلې شننې او اټکلونه راپارولي دي.

 

د پاکستان د پوځ مشر فېلډ مارشال جنرال عاصم منير او وزيراعظم شهباز شريف هم د دغو خبرو پر مهال په سوېټزرلينډ کې وو. له همدې امله دا پوښتنه راپورته کېږي چې کومې داسې موضوعګانې دي چې د ايران د بهرنيو چارو وزير ،عباس عراقچي، او د پارلمان رئيس ،محمد باقر قاليباف، ونه شو کولی چې هلته له پاکستاني مشرانو سره ورباندې خبرې وکړي او اوس د ولسمشر په کچه د بحث اړتيا پيدا شوې ده.

 

د دې تر څنګ، د ايران د بهرنيو چارو وزير هم له ولسمشر سره پاکستان ته راغلی دی، چې د سفر په اړه نورې پوښتنې هم راولاړوي.

 

د دواړو هېوادونو رسمي دريځ دا دی چې په دې سفر کې به پر دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو ستونزو خبرې کېږي، خو دا څرګندونه تر اوسه ډېره عمومي بلل کېږي.

 

په اقتصادي برخه کې د ايران ـ پاکستان د ګازو نل‌ ليکه د بحث يوه مهمه موضوع کېدی شي. دا پروژه له کلونو راهيسي د امريکايي بنديزونو له امله ځنډېدلې ده، خو د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو له کبله هيلي پيدا شوې دي چې ښیي د دې پروژې پر وړاندې خنډونه کم شي.

 

ټاکل شوې وه چې دغه نل‌ ليکه د ايران د سویلي پارس د ګازو زېرمې له پاکستان سره ونښلوي او وروسته تر هند پورې وغځېږي، خو د هند برخه يې لا هم له ناڅرګند برخليک سره مخ ده.

 

په سيمه ييزه کچه د لبنان موضوع هم د پام وړ بلل کېږي. ايران ويلي، چې په لبنان کې د ثبات او سولې ستونزه د هر ډول راتلونکې موافقې مهمه برخه ده.

 

په همدې لړ کې د پاکستان رول هم د پام وړ ښکاري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د لبنان د دفاعي ځواکونو مشر په وروستيو کې پاکستان ته سفر وکړ. دا د تېرو شلو کلونو په موده کې د لبنان د يوه لوړپوړي پوځي چارواکي لومړنی سفر و.

 

د سوېټزرلينډ د خبرو له لومړي پړاو وروسته په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي وو چې د سيمه ييزو شخړو د حل لپاره به يوه ګډه کاري ډله جوړيږي. په دې ډله کې ايران، امريکا، لبنان او د منځګړيتوب کوونکي هېوادونه پاکستان او قطر شامل دي. خو لا هم روښانه نه ده چې پاکستان به په دې بهير کې څومره پراخ رول ولوبوي او يا به تر کومه بريده د منځني ختيځ د امنيتي معادلو برخه شي.

 

پاکستان، چې د اسلامي نړۍ يوازينی اټومي ځواک بلل کېږي او پوځ يې د نړۍ له پياوړو پوځونو څخه شمېرل کېږي، ښیي د سيمه ييزو بحثونو لپاره يو مهم لوبغاړی وي. خو دا به وخت وښيي چې اسلام‌اباد د سيمي په نويو سياسي او امنيتي ترتيباتو کې د کوم رول غوره کولو ته لېواله دی.

 

تر هغو چې د دې سفر د خبرو بشپړ جزئيات نه وي خپاره شوي، د ولسمشر پزشکيان د سفر تر شا موخې به د سياسي شننو او اټکلونو موضوع پاتې وي.