د خیبر پښتونخوا ګورنر ،فیصل کریم کونډي، سره ،د جون په ۲۴مه، د بره دیر یو پلاوي د پاکستان پیپلز ګوند د بره دیر د مرستیال عمومي سېکرټر او د روغانۍ قبیلې مشر محمد اسماعیل په مشرۍ لیدنه کړې ده.
پلاوي ګورنر ته د بره دیر، ملاکنډ او نورو محرومو سیمو ستونزې وړاندې کړې. په دغو ستونزو کې د انټرنېټ او موبایل شبکو نشتوالی، د سړکونو خراب حالت، د پرمختیايي پروژو ځنډ او په ځانګړي ډول په خلیجي هېوادونو کې د مېشتو پاکستانیانو او مزدورانو ستونزې شاملې وې. پلاوي د بهر مېشتو پاکستانیانو د اسانتیا لپاره د پروټیکټر دفتر د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
ګورنر فیصل کریم کونډي پلاوي ته باور ورکړ چې د دوي ستونزې به له اړوندو وفاقي ادارو او محکمو سره راپورته کړي. نوموړي وویل د بره دیر او ملاکنډ د ولسونو د جائزو غوښتنو او ستونزو د حل لپاره به هره ممکنه هڅه کوي او له اړوندو ادارو سره به په ګډه د دغو ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه پورته کوي.
پلاوي د ستونزو د حل په برخه کې د ګورنر له ډاډ او همکارۍ مننه وکړه.

جاوید ملنګ