د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وايي، چې د افغانستان د سولې، پراختیا او راتلونکي لپاره د ښځو اغېزمن حضور او د هغوي غږونه حیاتي ارزښت لري.

د جون په ۲۴مه، په سفارتکارۍ کې د ښځو د ونډې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې یوناما ویلي، چې افغان ښځو او نجونو ته باید د زد ه‌کړو، رهبرۍ او ټولنیز ګډون فرصتونه برابر شي.

د یوناما خبرپاڼه وايي، چې په نړیواله همکارۍ، سولې او ټولګډونه پرېکړه‌ نیونه کې د ښځو رول د ستاینې وړ دی. یوناما زیاتوي، چې ډیپلوماټې ښځې یوازې په نړیوالو چارو کې ګډون نه ‌کوي؛ بلکې د مشرانو، سوله جوړوونکو او د برابرۍ مدافعینو په توګه هم مهم رول لري او د هغوي غږونه د یوې عادلانه او باثباته نړۍ په جوړولو کې مرسته کوي.

یاد بنسټ زیاتوي، چې په افغانستان کې پر عامه ژوند او د پرېکړو په بهیر کې د ښځو اغېزمن حضور ډاډمنول لاهم خورا مهمه چاره ده او ،په وینا یې، چې د سولې، پراختیا او د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو غږونه حیاتي ارزښت لري او باید ورته د زده‌کړو، رهبرۍ او د ټولنې په ټولو کچو کې د ګډون زمینه برابره شي.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ښځې او نجونې باید وکولی شي په ځانګړې توګه د ډیپلوماسۍ او عامه خدمتونو په برخو کې فعاله ونډه واخلي. یوناما ټینګار کړی چې کله ښځې په ټولنیزو او سیاسي بهیرونو کې شاملې وي ټولنې لا پیاوړې، مقاومې او سوله‌ ییزې کېږي.