کله چې د افغانستان نوم واخیستل شي، د نړۍ د ډېرو خلکو ذهن ته جګړې، چاودنې، سیاسي بدلونونه او د امنیت اندېښنې ورشي. خو د هند یوې ځوانې مېرمنې، انکيتا کمار، پرېکړه وکړه چې دغه هېواد د خبرونو او سرلیکونو له عینکو نه، بلکې په خپلو سترګو وویني.

د هند مشهورې ورځپاڼې ،ټریبیون، د انکيتا کمار د ۱۳ ورځني سفر کیسه خپره کړې ده. هغه یوه سفرنامه لیکونکې او بلاګره ده چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي او خپلې تجربې له خلکو سره شریکوي. خو افغانستان ته د هغې سفر د نورو سفرونو په پرتله ځانګړی او له ننګونو ډک و.

د ټریبیون د راپور له مخې، انکيتا له نږدې دوو کلونو راهیسي افغانستان ته د سفر هڅې کولې. لومړی ځل د کورنۍ د یوې روغتیایي ستونزې له امله سفر لغوه شو. دویم ځل الوتنه لغوه شوه. درېیم او څلورم ځل سیمه ییزو امنیتي حالاتو او د هوايي حریم ستونزو د هغې پلانونه ګډوډ کړل.

خو هغې هیله له لاسه ورنه کړه. کله چې پنځم ځل د سفر فرصت برابر شو، د افغانستان د ویزې یوازې څو ورځې پاتې وې. هغې پرېکړه وکړه چې هر ډول خطر ومني او سفر پېل کړي.

انکيتا افغانستان ته د تاجکستان له لارې ورننوتله. هغې د ځمکنۍ پولې له لارې سفر وکړ او وایي چې د پولې په منځنۍ سیمه کې داسې شېبې راغلې چې نه یې د بېرته ستنېدو ډاډ درلود او نه پوهېده چې افغان چارواکي به یې هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړي که نه.

 

 


 

هغې وروسته لیکلي چې هماغه څو ساعته د ټول سفر تر ټولو سختې او له اندېښنو ډکې شېبې وې. خو کله چې د ننوتلو اجازه ورکړل شوه، د هغې په وینا، داسې احساس یې کاوه لکه د یوې اوږدې هیلې دروازه چې پرانیستل شوې وي.

انکيتا په ۱۳ ورځو کې د افغانستان ګڼ ښارونه او تاریخي سیمې وکتلې. هغې له کندزه خپل سفر پېل کړ، بیا کابل ته ولاړه، له هغه ځایه بامیان او بند امیر ته ورسېده، وروسته یې د غور ولایت او د جام تاریخي منار ولید، بیا هرات، کندهار او مزار شریف ته ولاړه.

د دې سفر ډېره برخه په موټر ترسره شوه. هغې د افغانستان د غرنیو سیمو، تنګو لارو، پراخو دښتو او لرې پرتو کلیو له لارې سلګونه کیلومتره مزل وکړ. هغې لیکلي، چې ځیني سیمي داسې وې چې ساعتونه ساعتونه به هېڅ موبایل شبکه نه وه او د خلکو مېلمستیا او مرستې به د سفر یوازینی ډاډ و.

د سفر پر مهال انکيتا څو ځله د طالبانو له غړو او چارواکو سره مخامخ شوه. د هغې په وینا، په یوه رستورانت کې د غرمې ډوډۍ پر مهال یو طالب چارواکی ورسره کښېناست او د هغې د سفر په اړه یې پوښتنې پېل کړې.

هغه وایي، طالبانو تر ډېره د دې په اړه پوښتنې کولې چې ولې یوازې سفر کوي او آیا د سفر پر مهال چا ورسره ناوړه چلند کړی که نه. په یوه بله سیمه کې هغې له شاوخوا پنځلسو طالب غړو سره د چای مجلس هم کړی و. د هغې په وینا، د افغانستان راتلونکی، د هند او پاکستان اړیکې، د سیمي سیاست او د خلکو ورځنی ژوند د دغو خبرو مهم موضوعات وو.

 

 

 


کابل د انکيتا لپاره د تضادونو ښار و. هغې د ښار ښکلي غرونه، تاریخي بازارونه او د خلکو ورځنی ژوند ولید. د کابل زاړه بازارونه، کوڅې او لرغوني ځایونه یې په ځانګړې توګه خوښ شول.

خو بل لور ته یې د اقتصادي ستونزو، بې وزلۍ او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو نښې هم ولیدې. هغې لیکلي، چې افغانستان د ښکلا او ستونزو داسې ګډ انځور وړاندې کوي چې د یوه بهرني لپاره یې هضمول اسانه نه دي.

د سفر یوه مهمه برخه بامیان و. انکيتا د هغو سترو بودا مجسمو ځایونه ولیدل چې په ۲۰۰۱م کال کې ویجاړ کړی شوي وو. هغې د بامیانو له ځايي خلکو سره خبرې وکړې او د هغو کورنیو ژوند یې له نږدې وکوت چې لا هم په غرنیو سیمو او غارونو ته ورته استوګنځایونو کې ژوند کوي. د هغې په وینا، د بامیانو طبیعي ښکلا او ارامه فضا د افغانستان له نورو سیمو بېله تجربه وه.

بند امیر د انکيتا د سفر تر ټولو ښکلې برخه وه. هغې د بند امیر د شنو او نیلو رنګونو جهیلونو انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دغه سیمه د نړۍ له ښکلو طبیعي ځایونو څخه شمېرل کېدای شي. د هغې په وینا، کله چې د بند امیر د اوبو پر غاړه ودرېده، د افغانستان هغه تصویر یې ولید چې په نړیوالو رسنیو کې ډېر کم ښکاري.

د انکيتا په وینا، د سفر تر ټولو اغېزمن ښار هرات و. هلته یې له افغانو ښځو، هنرمندانو او زده کوونکو سره ولیدل. هغې د ښځو له خوا پرمخ وړل شوي هنري مرکزونه، د خټو لوښو ورکشاپونه او د ښځو ځانګړي کافې وکتلې. په هرات کې یې له یوې ۲۱ کلنې افغانې ځوانې سره هم خبرې کړې چې د انلاین زده کړو یوه پروژه پرمخ وړي او زرګونو نجونو ته د زده کړې زمینه برابروي.

انکيتا وایي، دغو لیدنو هغې ته وښودله چې افغانې ښځې یوازې د محدودیتونو کیسه نه ده، بلکې د مبارزې، زغم او هیلې کیسه هم لري.

 

 

 


د سفر وروستیو ورځو کې انکيتا کندهار ته ولاړه. هغې لیکلي چې کندهار د نورو ښارونو په پرتله ډېر محافظه کار چاپېریال درلود او هلته یې د ښځو لپاره محدودیتونه له نږدې ولیدل. د همدې له امله هغې یوازې یوه شپه په کندهار کې تېره کړه او بیا یې سفر ته دوام ورکړ.

د ټول سفر پر مهال یوازې د انکيتا ورور خبر و چې هغه افغانستان ته تللې ده. هغې خپل مور او پلار ته نه وو ویلي، ځکه وېره یې لرله چې اندېښمن به شي.
هغې د سفر پر مهال یوه تخته هم پورته کړې وه چې پرې لیکل شوي وو: “مورې او پلاره، زه ښه یم.”

 

 

 


کله چې وروسته د هغې ویډیوګانې خپرې شوې او کورنۍ یې د افغانستان د سفر په اړه خبره شوه، د هغې په وینا، مور او پلار یې هم حیران او هم خوښ وو.

انکيتا کمار وایي، افغانستان هغه هېواد نه و چې هغې یې یوازې د خبرونو له لارې تصور کاوه. د هغې په وینا، که څه هم هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو د خلکو مېلمه پالنه، د هغوي صبر، د ژوند مینه او د ښه راتلونکي هیله هغه څه دي چې تر هر څه زیات یې پام ځان ته واړاوه.

هغې لیکلي چې د سفر په اوږدو کې ګڼو افغانانو ورته ویلي وو: “موږ یوازې سوله غواړو او غواړو عادي ژوند وکړو.”

د هغې په وینا، افغانستان یوازې د جګړې او سیاست نوم نه دی، بلکې د میلیونونو هغو خلکو وطن هم دی چې هره ورځ د ښه سبا په هیله ژوند کوي. همدا هغه افغانستان و چې انکيتا کمار د ۱۳ ورځني سفر پر مهال ولید او غوښتل یې چې نړۍ ته یې بل مخ هم وروښيي.