بر سویلي وزیرستان د سروکۍ او بروند سیمو اوسېدونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د سروکۍ تذ بروند سړک دې زر تر زره جوړ کړي. د سیمي خلک وایي، د سړک خراب حالت د تګ راتګ، سوداګرۍ، زده کړو او روغتیايي خدمتونو په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي. دوي خبرداری ورکوي چې که دغه مهمه لاره ورغول نه شي، نو د خلکو مشکلات به لا زیات شي.