قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي، د باور جوړونې او د شته اختلافاتو د حل لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. دا وړاندیز په داسې حال کې مخې ته راغلی دی چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې د امنیتي اندېښنو، سرحدي پېښو او متقابلو تورونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د اقتصاد وزیر ،سریک ژومانګارین، کابل ته د درې ورځني سفر پر مهال ویلي، چې که افغانستان او پاکستان په رسمي ډول غوښتنه وکړي، د قزاقستان پلازمینه استانه چمتو ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او باور جوړونې لپاره د یوه بې پرې منځګړي رول ولوبوي.

ژومانګارین ،د جون په ۲۲مه، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې قزاقستان تل د شخړو د حل لپاره د خبرو، ډیپلوماسۍ او متقابل درناوي ملاتړ کړی او باور لري چې افغانستان او پاکستان د تاریخي، مذهبي، کلتوري او اقتصادي اړیکو له امله ګډې ګټې لري. د هغه په وینا، دوامدارې اړیکې او رغنده خبرې اترې د موجودو اختلافاتو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي په دې سفر کې د سوداګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ او نورو برخو چارواکو هم ګډون درلود. قازق پلاوي د افغانستان د رئیس الوزراء ملا ،محمد حسن اخوند، سره هم لیدلي او د دواړو لورو ترمنځ په اقتصادي همکاریو، سیمه‌ ییزو اړیکو، ټرانزیټ، رېل پټلۍ او سیاسي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

دواړو هېوادونو په دې لیدنو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو هوډ هم څرګند کړی او ویلي یې دي چې د سوداګرۍ کچه به په تدریجي ډول تر درې میلیارده ډالرو پورې لوړوي. همدارنګه د کانونو، ټرانسپورټ، رېل پټلۍ او ټرانزیټ په برخو کې د همکاریو د زیاتولو ژمنه هم شوې ده.

بل لور ته، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ،زلمي خلیلزاد، هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، چې پاکستان باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر ځای له کابل سره د خبرو لاره خپله کړي.

خلیلزاد زیاته کړې چې افغان چارواکو په تېرو کلونو کې د پاکستان د ځینو امنیتي اندېښنو د حل لپاره بېلابېل وړاندیزونه کړي وو او باید پر هغو په جدي ډول غور وشي. هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه نوي او هر اړخیز تړون وړاندیز هم کړی دی چې له مخې یې دواړه هېوادونه ډاډ ورکړي چې د دوي خاوره به د کومې وسله‌ والې ډلې یا درېیم لوري له خوا د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي. نوموړي د دغه ډول تړون د عملي کېدو د څار لپاره د یوه بې پرې درېیم لوري د ګډون وړاندیز هم کړی دی.

دا ټولې ډیپلوماټیکې هلې ځلې په داسې وخت کې روانې دي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له کلونو راهیسي له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیت، سرحدي مدیریت او وسله‌ والو ډلو د فعالیتونو په تړاو اختلافاتو څو ځله اړیکي ترینګلې کړې دي او پخوانۍ هڅې تر اوسه د دایمي حل لامل نه دي شوې.

قزاقستان، چې د منځنۍ اسیا له مهمو اقتصادي او ډیپلوماټیکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، په وروستیو کلونو کې د سیمي د ثبات او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره فعاله ډیپلوماسي پر مخ وړي. د ژومانګارین د سفر پر مهال قزاقستان افغانستان ته د بشري مرستو اعلان هم کړی دی چې پکې درمل، طبي تجهیزات او د روغتیايي برخې ملاتړ شامل دی.

سیاسي شنونکي باور لري چې د قزاقستان د منځګړیتوب وړاندیز ښیي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې او خبرو اترو لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړي. دوي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی نه یوازې د کابل او اسلام‌اباد په ګټه دی، بلکې د ټولې سیمي د امنیت، سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره هم مهم ارزښت لري.

د شنونکو په وینا، که دواړه هېوادونه د قزاقستان دې وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي، نو استانه کولی شي د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ډیپلوماټیک پُل په توګه مهم رول ولوبوي. خو د دې هڅو بریا به تر ډېره د دواړو لورو پر سیاسي ارادې، متقابل باور او د دوامداره خبرو اترو پر چمتووالي پورې تړلې وي.