په کوز سویلي وزیرستان کې د احمدزي وزیرو څلورمه قامي جرګه د سیمي د امن او امان د وضعیت د ارزونې لپاره ترسره شوه.
جرګې پرېکړه وکړه چې د امن د بحالۍ او امنیتي ستونزو د حل لپاره به له حکومتي چارواکو سره مذاکرات کېږي.
د دغو خبرو اترو له بشپړېدو وروسته به د راتلونکو اقداماتو د ټاکلو لپاره یو بله قامي جرګه رابلل شوی. تفصیل د ظفر وزیر په دې ویډیو راپور کې وګورئ.

ظفر وزير