په خیبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له درېیو لسیزو زیات وخت تېر شوی، خو لا هم یوه پوښتنه د خلکو په ذهنونو کې ژوندۍ ده؛ دا جنګ ولې نه درېږي؟
هره ورځ د چاودنې، ډرون برید، هدفي وژنې، نښتې او عملیاتو خبرونه خپرېږي. هر حکومت د سولې ژمنې کوي، هره نوې تګلاره د امنیت دعوه کوي او هر لوري ځان حق پر جانب بولي، خو د جګړې اور لا هم نه مړېږي او د قربانیانو شمېر لا هم زیاتېږي.
په حقیقت کې د دې سیمي اوسنی نسل د جګړې په سیوري کې زیږیدلی، لوي شوی او زړېږي. له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسي د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې جګړې، بې ثباتۍ، کډوالۍ، افراطیت، نړیوالې سیالۍ او پوځي تګلارې د خلکو د ژوند برخه پاتې شوې دي. درې لسیزې وشوې چې خلک د سولې په تمه دي، خو لا هم د پرمختګ او سوکالۍ پر ځای د مرګ، وېرې او بې باورۍ خبرونه اوري.
هره ورځ د یو نوي برید خبر راځي. کله امنیتي ځواکونه په نښه کېږي، کله پولیس، کله وسلوال وژل کېږي او کله عام خلک د اور په منځ کې راګیر پاتې کېږي. خو د هرې پېښې تر شا یوه بله کیسه هم وي؛ د هغه پلار کیسه چې خپل زوې یې له لاسه ورکړی وي، د هغې مور کیسه چې د خپل ماشوم جنازه بدرګه کوي او د هغه دوکاندار کیسه چې د کلونو خوارۍ یې په څو شیبو کې په خاورو بدلې شوې وي.
د دې جګړې تر ټولو دردونکې برخه دا ده چې هر لوري ادعا کوي چې د خلکو لپاره جګړه کوي، خو هر ځل تاوان خلکو ته رسېږي.
وسلوالې ډلې وایي د خپلو موخو لپاره مبارزه کوي. امنیتي ادارې وایي د ولس د ساتنې لپاره عملیات کوي. سیاستوال د سولې خبرې کوي. خو ولس پوښتي که ټول زموږ لپاره دي، نو زموږ کورونه ولې ورانیږي؟ زموږ ماشومان ولې وژل کېږي؟ زموږ بازارونه ولې سوځي او زموږ راتلونکی ولې له خطر سره مخ دی؟
په تیراه کې خلک څو څو ځله کډوال شوي دي، په وزیرستان کې لا هم د امنیت او ناامنۍ تر منځ ژوند روان دی، په بنو او لکي مروت کې خلک د چاودنو او ډرون بریدونو له خبرونو سره ورځ پېلوي، په کرمه کې لارې تړل کېږي او ناروغان له ستونزو سره مخ کېږي، په باجوړ، مومندو او نورو سیمو کې لا هم د ماینونو خطر د ماشومانو ژوند ګواښي.
کله چې یو پل الوځول کېږي، زیان یې عسکر نه ویني؛ بلکې هغه بزګر یې ویني چې خپل فصل بازار ته وړي. کله چې یو سړک ورانېږي، هغه ناروغ زیانمنېږي چې روغتون ته د رسېدو هڅه کوي. کله چې بازار سوځي، د یوه غریب دوکاندار د ژوند پانګه له منځه ځي. کله چې د بریښنا ستنې نړېږي، د ولس کورونه په تیارو کې ډوبېږي.
نو بیا پوښتنه دا ده چې د دغو ورانیو ګټه څوک کوي؟
د تیراه یوه سپین ږیري راته ویلي وو: “موږ نه پوهېږو چې زموږ اصلي کور کوم دی؛ هغه چې پکې زېږېدلي یو او که هغه چې د کډوالۍ پر مهال پکې اوسېږو.” دا یوازې د یو سړي خبره نه ده؛ دا د زرګونو کورنیو د ژوند کیسه ده.
وزیرستان د درېیو لسیزو راهیسي د جګړې له نوم سره تړل شوی دی. هر څو کاله وروسته نوي عملیات، نوې ستراتیژي او نوې ژمنه مخې ته راځي، خو د خلکو غوښتنه لا هم هماغه ده؛ امن. د میرام شاه، میرعلي، واڼا، اعظم ورسک او د وزیرستان د نورو سیمو خلک د هر چا نه مخکې د سولې ارزښت پېژني، ځکه هغوي د جګړې تر ټولو درنه بیه ورکړې ده.
په وروستیو کلونو کې بنو او لکي مروت هم یو ځل بیا د ناامنۍ له څپې سره مخ شوي دي. د بارودي موادو چاودنې، هدفي بریدونه، ډرون حملې او د جرګو په نښه کېدل د خلکو اندېښنې زیاتوي. جرګه د پښتنو د ټولنیز ژوند یوه مهمه ستنه ده. کله چې جرګه خوندي نه وي، نو د خلکو باور نور هم زیانمنېږي.
ولس له پولیسو او پوځ دواړو تمه لري چې د دوي ژوند او مال خوندي کړي. خلک پوښتي چې له دومره پراخو عملیاتو، بودیجو، قربانیو او ژمنو سره سره ناامني ولې لا هم پای ته نه رسېږي؟ دا پوښتنه د دولت ضد نه ده؛ دا د هغو خلکو پوښتنه ده چې هره ورځ د جګړې اغېزې زغمي.
وسلوالې ډلې هم خپل دلایل وړاندې کوي. ځیني د دین نوم اخلي، ځیني د سیاست او ځیني د مقاومت. خو ولس یو ساده معیار لري؛ که ستا عمل د یو ماشوم ژوند اخلي، د یو ښوونځي دروازه تړي او د یو بازار اقتصاد له منځه وړي، نو ولس ته ستا دلیل د منلو نه وي.
د جګړې یوه بله خاموشه قرباني اقتصاد دی. په بنو، وزیرستان، باجوړ، کرمه، خیبر او چمن کې زرګونه ځوانان د کار له نشتوالي سره مخ دي. پانګوال د ناامنۍ له امله نه راځي، فابریکې نه جوړېږي او سیاحت وده نه کوي.
هره چاودنه یوازې انساني زیان نه رسوي؛ بلکې د راتلونکو اقتصادي فرصتونو دروازې هم بندوي. همدا لامل دی چې زرګونه ځوانان خپلې سیمي پرېږدي او د ژوند د ښه راتلونکي په لټه نورو ښارونو او هېوادونو ته ځي.
د دې جګړې یوه بله تراژیدي دا ده چې ناامني د خلکو لپاره عادي کېږي. کله چې هره ورځ د چاودنې خبر واوري، ورو ورو پرې حیرانېدل بند شي. کله چې هره اونۍ د جنازې خبر راشي، خلک یې عادي ګڼل پېل کړي. خو حقیقت دا دی چې جګړه هېڅکله عادي نه ده، د یوه ماشوم وژل عادي نه دي، د یوه ښوونځي تړل عادي نه دي، د یوه پل نړېدل عادي نه دي، د یوه کور ورانېدل عادي نه دي.
په تېرو درېیو لسیزو کې لسګونه جرګې، مذاکرات، عملیات او د سولې هڅې شوې دي، خو تر اوسه داسې ښکاري چې د جګړې د قربانیانو غږ لا هم په بشپړه توګه نه اورېدل کېږي. تر هغه چې د سیمي خلک د سولې د هرې پروسې اصلي برخه نه وي، د تلپاتې سولې هیله به نیمګړې وي.
د خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو خلک نورې ژمنې نه غواړي. هغوي نورې اعلامیې نه غواړي. هغوي یوازې امن غواړي. هغوي غواړي ماشومان یې ښوونځیو ته ولاړ شي، ناروغان یې روغتون ته ورسېږي، دوکانونه یې خلاص وي او خلک د شپې له وېرې پرته ویده شي.
د درېیو لسیزو جګړې دا ثابته کړې ده چې زور د تلپاتې سولې ضمانت نه شي کېدی. همدارنګه، دا هم ثابته شوې چې د ولس له ملاتړ او باور پرته هېڅ تګلاره بریالۍ کېدی نه شي. که رښتیا هم د سولې اراده موجوده وي، نو د جګړې هر لوري باید لومړی ولس ته ځواب ووایي.
ځکه چې تر ټولو مهمه پوښتنه لا هم بې ځوابه ده: دا جنګ ولې نه درېږي؟

مجید بابر