د افغانستان د ننګرهار ولایت جلال‌ اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو ،د جون په ۲۰مه، د کشفي او امنیتي عملیاتو په ترڅ کې څلور کسان نیولي دي، چې د چارواکو په وینا، په دوو موټرو کې یې شاوخوا ۷ زره د(کا) په نوم تابلېټي ګولۍ لېږدولې.

 

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، شکمنو کسانو پلان درلودل چې یادې ګولۍ د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې وپلوري، خو د پولیسو د چټکو او هدفمندو عملیاتو په پایله کې له نشي توکو سره یوځای ونیول شول.

 

چارواکي وایي، چې له نیول شویو کسانو څخه د لومړنیو پلټنو پر مهال ترلاسه شوې څرګندونې ښيي چې هغوي پر تورونو اعتراف کړی دی، او د قضیې اړوند اسناد او شواهد د بشپړو څېړنو له ترسره کېدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل کېږي.

 

د افغانستان امنیتي ادارې په وروستیو میاشتو کې د نشي توکو د قاچاق او ناقانونه پلور پر وړاندې د عملیاتو د پراخېدو خبر ورکوي، او ټینګار کوي چې د عامه امنیت او ټولنیزې روغتیا د خوندي کولو لپاره به دا ډول اقدامات دوام ومومي.