د بنو د وزیر سب ډویژن د احمدزو تاڼې اړوند مرکه بیره موسی خېل سیمه کې ،د جون په ۲۰مه، د ماین چاودنو له امله د وژل شویو اوو کسانو جنازه ترسره شوې ده، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د پلټنې او پاکولو عملیات پېل کړي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، د وژل شویو کسانو مړي د ډومېل کلیوالي روغتیايي مرکز ته تر لېږد او قانوني طبي معایناتو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او وروسته یې د زرګونو خلکو په ګډون ګډه جنازه ادا شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان عمیر ګل زوې د زعفران، برکت الله زوې د عزت خان، ثاقب اقبال زوې د بادشاه زر، عزیر زوې د وسیم، عمر ګل زوې د سپینه زر، حاجي غفار زوې د شاه ګل زر او الله نور زوې د بخمل خان وو، چې ټول د موسی خېل د فنګ سیمي اوسېدونکي او د هاتي خېلو قبیلې غړي وو.
د پېښې پر مهال څو نور کسان هم ټپیان شوي وو چې د ډومېل روغتیايي مرکز او نورو روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د پولیسو سرچیني وایي، چې د چاودنو له رامنځته کېدو وروسته وسلوالو د احمدزو پر تاڼه د کواډکاپټر ډرون برید هم کړی و، خو په دغه برید کې د کوم زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
چارواکي وایي، چې د سیمي امنیتي وضعیت ته په کتو اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د احتمالي نورو ماینونو د موندلو او شنډولو لپاره د پاکولو عملیات روان دي. د پولیسو په وینا، په سیمه کې د نورو بارودي سرنګونو د موجودیت احتمال هم شته.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغو چاودنو او ډرون برید مسؤلیت نه دی منلی. امنیتي ادارې وایي، د پېښې د څرنګوالي او مسؤلینو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
ځايي سرچیني وایي، د هاتي خېلو قبیلې او وسلوالو ترمنځ پخوا هم څو ځله نښتې شوې دي، خو د وروستۍ پېښې د انګېزو او مسؤلینو په اړه لا هم رسمي دریځ نه دی څرګند شوی.

صفدر داوړ