د بنو د احمدزي وزیر سب ډویژن اړوند مرکه بیره او موسی خېل سیمو کې ،د جون په ۱۹مه، د دوو جلا جلا ماین چاودنو له امله اووه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ځايي سرچینو شال نیوز ته ویلي دي، چې چاودنې پر هغه ډاټسن ګاډي شوې دي چې پکې ځايي اوسېدونکي سپاره وو. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د وژل شویو ټولو کسانو تړاو د احمدزي وزیر د هاتي خېل قبیلي سره ښودل کېږي.
سرچیني وایي چې د چاودنو له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې سیمي ته واستول شوې، خو د سیمي د غرنۍ جغرافیې او خامو لارو له امله د ټپیانو روغتونونو ته په لېږدولو کې ځنډ رامنځته شو.
د پولیسو سرچینو د وینا له مخې، په سیمه کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د وسلوالو له لوري د نورو بارودي ماینونو د ښخولو احتمال هم شته، چې له امله یې د ژغورنې او امنیتي عملیاتو پر وړاندې ستونزې پیدا شوې دي.
بل لور ته، د ماین چاودنو له پېښې لږ وروسته د احمدزي پولیسو پر تاڼه هم د کواډکاپټر ډرون له لارې برید شوی دی. پولیس وایي چې په دغه برید کې ځاني زیان نه دی اوښتی.
د روغتیايي چارواکو په وینا، د چاودنو ټول اووه وژل شوي کسان د ډومېل کلیوالي روغتیايي مرکز (آر ایچ ایس) ته لېږدول شوي، چرته چې د هغوي د مړینې قانوني او طبي چارې بشپړېږي او پوسټ مارټم روان دی.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغو چاودنو او ډرون برید مسؤلیت نه دی منلی، او امنیتي ادارو هم په رسمي توګه د پېښې په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.
شال نیوز په خپلواکه توګه د دغو معلوماتو بشپړ کره والی نه دی تایید کړی، خو د سیمي د بېلابېلو امنیتي او ولسي سرچینو له خوا د مرګ ژوبلې پخلی شوی دی.

غلام اکبر مروت