د خېبرپښتونخوا د کلتور او سېلګرۍ ادارې او د پېښور بایکرز په ګډه د ۳۰ څخه زیاتو موټرسایکل ځغلونکو یوه ریلي د پېښور څخه د مانسهرې سرن درې په لور پېل کړې ده. د دې سفر موخه په ځوانانو کې د مثبتو فعالیتونو هڅونه، د سیاحت وده او د صوبې ښکلي سیاحتي ځایونه معرفي کول دي. ګډونوال به د جي ټي روډ، هري پور او سجي کوټ له لارې سرن درې ته ورسېږي، چرته چې به د سیاحتي ځایونو د تشهیر ترڅنګ د ونو کښېنولو او صفایۍ په کمپاینونو کې هم برخه اخلي.

سلمان یوسفزی