د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې د احمدزي وزیرو د نهو قامونو جرګې د ضلعې د ډپټي کمېشنر ،مسرت زمان، او د پولیسو د مشر ،محمد طاهر شاه وزیر، سره ملاقات کړی دی.
دا ملاقات نن ،د جون په ۲۰مه، ترسره شوی، په داسې حال کې چې هم نن د کوز سویلي وزیرستان د قامي جرګې مشرانو په سیمه کې د امن او امان د وضعیت د ټینګښت لپاره له حکومتي چارواکو سره د لیدنې په موخه ۳۰ کسیز پلاوی ټاکلی و.
دغه پلاوي ،د ملاقات پر مهال، حکومتي چارواکي په سیمه کې د امن او امان د ټینګښت او د تګ راتګ پر مهال خلکو ته د ورپېښو ستونزو په اړه خبر کړل.
په دې موقع ډپټي کمېشنر مسرت زمان او د پولیسو مشر محمد طاهر شاه وزیر پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او په ځینو سیمو کې لګېدلي بندیزونه عارضي دي چې د حالاتو له ښه کېدو سره به عادي ژوند بېرته بحال شي.
نوموړي اعلان وکړ چې د عاشورا له ورځې وروسته به د جولاۍ په پنځمه نېټه د جرګې او ضلعي ادارې ترمنځ د مذاکراتو بل پړاو ترسره شي، چې پکې به د راتلونکي لپاره تګلاره وټاکل شي.

ظفر وزير