د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې د امن د ټینګښت او له حکومت سره د مذاکراتو لپاره قامي جرګې ۳۰ کسیز پلاوی ټاکلی دی.

په دې لړ کې نن ،د جون په ۲۰مه، په واڼا کې یوه قامي جرګه رابلل شوې وه چې پکې د احمدزي قبایلو مشرانو، عالمانو، سیاسي غړو او عامو خلکو ګډون کړی و. جرګې ځیني مهمې پرېکړې وکړې چې له مخې یې ۳۰ کسیز پلاوی جوړ شو. په دغه پلاوي کې د ټولو احمدزي قبایلو او سیاسي ګوندونو استازي شامل دي.

ټاکل شوې ده، چې دغه پلاوی به له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي او د وزیرستان د خلکو ګډ دریځ به وړاندې کړي.

د جرګې ګډونوالو وویل چې د وزیرستان د خلکو یوازینۍ غوښتنه امن او د خلکو د سر او مال ساتنه ده. هغوي ټینګار وکړ چې د امن ټینګښت د ریاست اساسي مسؤلیت دی او حکومت باید د خلکو د امنیت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

جرګې زیاته کړه چې خلک له جګړو، ناامنۍ او اوږدمهالو ستونزو ستړي شوي دي او غواړي په خپل وطن کې په امن، عزت او سوکالۍ ژوند وکړي.