د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د کورنیو چارو ځانګړي سلاکار، طارق سعید مروت، د جون په ۲۰مه، د بنو د احمدزي وزیرو سب ډویژن په مرکه بیره سیمه کې پر یوې ملکي ګاډۍ د شوې چاودنې غندنه کړې او په پېښه کې یې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړي په یوه بیان کې ویلي دي چې په دغه چاودنه کې د بې ګناه ولسي وګړو وژل کېدل او ټپي کېدل د خواشینۍ وړ دي او حکومت د وژل شویو له کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک ګڼي.
طارق سعید مروت ویلي دي، چې د خېبر پښتونخوا حکومت به له اغېزمنو کورنیو سره هر ډول ممکنه مرسته کوي او اړوندو روغتیايي ادارو ته یې سپارښتنه کړې ده، چې ټپیانو ته غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه زیاته کړه چې حکومت به غمځپلې کورنۍ یوازې پرېنږدي او د هغوي د ستونزو د هواري لپاره به لازم ګامونه پورته کړي.
د کورنیو چارو ځانګړي سلاکار په پېښه کې د وژل شویو کسانو لپاره د لوړو درجو او د ټپیانو لپاره د زر روغتیا دعا هم کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د بنو د مرکه بیره په سیمه کې د ماین چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

غلام اکبر مروت