د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، ویلي دي چې د افغان طالبانو د ،مېړه او مېرمنې د بېلتون، فرمان د ماشومانو ودونه روا ګڼي او ښځې او نجونې په تاوتریخجنو ودونو کې راګیر ساتي. ریچارډ بېنېټ ،د جون په ۱۹مه، په ایکس پاڼه خپور کړي یو پېغام کې غوښتنه کړې ده، چې دا فرمان دې د بشري حقونو له معیارونو سره سم بیا وکتل شي یا لغوه کړل شي.

نوموړي لیکلي : “۱۸م فرمان ښځې او نجونې په تاوتریخجنو ودونو کې راګیرې ساتي او په عین حال کې، د دغو ودونو د منع کولو پر ځای د هغوي د بېلتون د بهیر تنظیمولو له لارې، په عملي ډول د ماشومانو ودونه روا او تاییدوي.”


 



د افغان طالبانو د عدلیې وزارت د ،مې، په میاشت کې د “زوجینو د تفریق اصولنامه” تر نوم لاندې یو سند خپور کړی و او ويلي یې وو چې دا سند د ،هبت‌الله اخندزاده، له لاسلیک وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی و. د دغې اصولنامې مواد د بشري حقونو بنسټونو او مدني فعالانو له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوی دی.

تر دې وړاندې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو فعالانو هم خبرداری ورکړی و چې دا فرمان د مشرانو ،په ځانګړي ډول پلرونو، د پرېکړې واک د ودونو په اړه زیاتوي او داسې شرایط رامنځته کوي چې نجونې نږدې ناشوني ګڼي چې د کورني تاوتریخوالي راپور ورکړي. هغوي هم د دې فرمان د تبعیضي مادو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه دستور یو هر اړخیز تحلیل چمتو کوي.

د بشري حقونو د فعالانو له مخې، د افغان طالبانو د “تفریق زوجین” اصولنامه په ځینو مواردو کې، لکه له غیرکفو شخص سره واده، د مېړه اوږدمهاله نشتون، د لومړي مېړه د بېرته راستنېدو شرایطو، د ناروغۍ، شخړو او د تاوتریخوالي د ادعاوو په ځینو قضیو  کې، د ښځو له لوري د بېلتون د غوښتنې پر حق محدودیتونه لګوي.