هري پور کې د بارانونو له امله په خوړ کې د سېلابي اوبو کچه لوړه شوې وه چې له امله یې یو شمېر سيلانيان د اوبو په منځ کې ګېر پاتې شوي وو. د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو پر وخت عمليات ترسره کړل او ټول ګېر کسان یې په خوندي توګه را وویستل.

چارواکي له خلکو غوښتنه کوي چې د بارانونو او سېلابي حالاتو پر مهال د خوړونو، سیندونو او خطرناکو سیمو له نږدې تګ څخه ډډه وکړي او د احتیاطي تدابیرو مراعات وکړي.