د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د خانه کعبې د غلاف (کسوې) د بدلولو کلني مراسم په عقيدت او درناوي ترسره شول. په دې ځانګړو مراسمو کې د زاړه غلاف پر ځای نوی غلاف نصب شو، چې د ورېښمو له تورې ټوکرۍ او د سرو او سپينو زرو په تارونو د قرآن کريم د آيتونو په ګنډلو جوړ شوی دی. د کعبې د غلاف بدلول د اسلامي نړۍ له مهمو کلنيو مذهبي مراسمو څخه ګڼل کېږي او هر کال د اسلامي نوي کال په پېل کې ترسره کېږي.

بشره شینواري