د لکي مروت پوليسو سرچينو ويلي، چې د دره پيزو تاڼې اړوند د وانډه بنوچي په امنيتي چيک پوسټ د ډرون بريد شوی، چې له امله يې درې پوليس سرتېري ټپيان شوي دي.
د سرچينو په وينا، په ټپيانو کې پي اېس آيي آصف، کانسټېبل فهيم او کانسټېبل عدنان شامل دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
پوليسو تر دې دمه د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي. بلخوا، د بريد د نوعيت او مسؤليت په اړه هم تر اوسه کومه رسمي اعلاميه نه ده خپره شوې.
امنيتي او پوليسو چارواکو د پېښې د پلټنو پېل کړی او د نورو معلوماتو راټولولو هڅې روانې دي.

غلام اکبر مروت