د افغانستان د کندوز ولایت د پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست اعلان کړی دی چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ۱۳۸ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې وېشل شوې دي
د ریاست د معلوماتو لمخې، دغه مرستې د پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې او د افغانستان د پرمختیایي او خېریه خدمتونو موسسې (ای ډي ډبلیو ایس او) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک لمخې برابرې شوې او د یادې موسسې په همکارۍ د ولایت په بېلابېلو سیمو کې مستحقو کورنیو ته رسول شوې دي.
مسوولین وایي، مرستې هغو کورنیو ته ورکړل شوې دي چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه او د ژوند لومړني امکانات زیانمن شوي دي. دوي زیاتوي چې د دې مرستو موخه د اغېزمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول او د طبیعي پېښو له زیانونو سره د هغوي د مبارزې ملاتړ دی.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له جدي اغېزو سره مخ هېوادونو کې شمېرل کېږي، او سېلابونه هر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ مالي او بشري زیانونه اړوي.

شال نیوز