پېښور کې د تاريخي اسلامیه کالج پوهنتون په کوربتوب د ټول پاکستان پوهنتونونو ترمنځه ښځينه فټبال سيالۍ پېل شوې دي. په دغو سياليو کې د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه ښځينه لوبغاړې ګډون کوي او د خپلو وړتياوو د ښودلو فرصت ترلاسه کوي.
د سياليو موخه په هېواد کې د ښځينه لوبو ته وده ورکول، د ځوانو لوبغاړو استعدادونو ته وده ورکول او د پوهنتونونو ترمنځ د لوبو د فعاليتونو پياوړتيا ده. ګډونوالې لوبغاړې وايي چې دا ډول سيالۍ نه يوازې د دوي مهارتونه لوړوي، بلکې د ښځو د لوبو په برخه کې مثبت بدلون هم رامنځته کوي.
په دې ويډيو کې د سياليو ځانګړې شېبې، د لوبغاړو نظرونه او د پرانيستې مراسم کتلی شئ.

سلمان یوسفزی