د لکي مروت د سرای نورنګ صرافه بازار د فېډرل بورډ آف رېونيو د نوو ټېکسونو او ټېکس نظام پر ضد د احتجاج په توګه په بشپړه توګه تړل شوی دی. د صرافه ټولنې غړو ویلي دي چې د حکومت وروستۍ ټېکسي تګلارې د دوي کاروبار له ستونزو سره مخ کړی او د دې پر ضد یې احتجاج پېل کړی دی.

د غلام اکبر مروت په دې راپور کې وګورئ چې د صرافه بازار سوداګر د نوو ټېکسونو په اړه څه دریځ لري، د دوي غوښتنې څه دي او د دې احتجاج له امله په سیمه کې د کاروباري فعالیتونو پر وضعیت څه اغېز شوی دی .