د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز ویلي دي، چې ده افغانستان، منځنۍ اسیا او آذربایجان د مطالعاتي او څېړنیزو مرکزونو سیمه ‌ییزه غونډه به سبا ،د جون په ۱۶مه، د یاد مرکز په نوښت او کوربتوب، په کابل کې جوړه شي.

 

د باختر دولتي خبري اژانس د راپور لمخې، د غونډې پرانیسته به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وکړي.

 

راپور زیاتوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، قازقستان، قرغزستان، تاجکستان او آذربایجان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکزونو مشران، څېړونکي او د پالیسۍ جوړونې برخې استازي ګډون وکړي.

 

تمه ده چې ګډونوال به د سیمه ‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

 

د راپور له مخې، په غونډه کې به د افغانستان او د سیمي د هېوادونو ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت هم وارزول شي او د همکاریو د پراختیا لپاره به پر عملي وړاندیزونو بحث وشي.

 

ویل کېږي چې د سیمي د څېړنیزو بنسټونو استازي به د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه خپل نظرونه شریک کړي او د پالیسیو د لا همغږۍ لپاره به سپارښتنې وړاندې کړي.