د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د درملو او طبي محصولاتو د عمومي تنظیم رئیس ،مولوي عبدالبصیر قانع، په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی، چرته چې به دوي د درملو او طبي محصولاتو د تولید فابریکې وګوري او د هغو د تولیدي وړتیاوو او د کیفیت د کنټرول سیستمونه به وارزوي.

 

وزارت وایي، پلاوی به د درملو د تولید په فابریکو کې د نړیوالو معیارونو، په ځانګړي ډول د ښه تولیدي عمل د اصولو د پلي کېدو بهیر هم له نږدې وڅاري.

 

د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوی به د ازبکستان د درمل جوړونې د فابریکو د څارنې له سیستمونو او د تولید له بېلابېلو پړاوونو سره بلدتیا ترلاسه کړي او دا به هم وارزوي چې نړیوال معیارونه تر کومه بریده مراعات شوي دي.

 

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د سفر پر مهال به د افغانستان لپاره د معیاري، اغېزمنو او خوندي درملو د وارداتو د اسانتیاوو پر لارو چارو هم خبرې وشي.

 

ټاکل شوې ده چې افغان پلاوی د ازبکستان د اړوندو ادارو له چارواکو او د درملو د تولید له یو شمېر شرکتونو سره هم وګوري. د وزارت په وینا، په دغو لیدنو کې به د تخنیکي همکارۍ د پراختیا، د وارداتي درملو د معیارونو د ښه والي، د مسلکي تجربو د تبادلې او د نړیوالو معیارونو له مخې د درملو د برابرولو پر فرصتونو خبرې وشي.

 

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې دا سفر د وارداتي درملو د کیفیت د لوړولو، د سیمه‌ ییزو همکاریو د پیاوړتیا او خلکو ته د خوندي او معیاري درملو د رسولو د هڅو برخه ده.