د افغانستان د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند د چنار ډبۍ په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او د دوه ښځو په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

 

د سیمه ‌ییزو سرچینو په وینا، پېښه ،د جون په ۱۵مه، هغه مهال رامنځته شوه چې یو سوپرکسټم موټر له یوې ریکشې سره ټکر وکړ. د ټکر په پایله کې د ریکشې چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړ، او څلور تنه نور ژوبل شول.

 

سرچیني زیاتوي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د کونړ د ترافیکو مدیریت منسوبین او امنیتي ځواکونه سمدستي سیمي ته رسېدلي، د وژل شوي کس جسد یې کورنۍ ته سپارلی او ټپیان یې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

 

د روغتیايي سرچینو له لوري د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي ورکړل شوي. بلخوا، د پېښې د اصلي لامل په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

 

چارواکي وایي، د پېښې د څرنګوالي او لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.