د افغانستان د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د چورګوړو د تولید د یوې فابریکې د جوړولو چارې پېل شوې.

 

دغه فابریکه د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې د یوه خصوصي پانګوال له لوري جوړیږي او ټاکل شوې ده چې په میاشت کې د شاوخوا ۶۰۰ زره چورګوړو د تولید ظرفیت ولري.

 

د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د لغمان مرستیال والي، د اقتصاد او کرنې ریاستونو چارواکو، د چرګانو د صنعت د اتحادیې استازو او یو شمېر نورو سیمه ‌ییزو مسؤلینو ګډون درلودل.

 

د لغمان د چرګانو د صنعت د اتحادیې مسؤل، ډاکټر حبیب الله نیازي، په دې موقع وویل چې فابریکه به په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړه شي او د هېواد دننه به د چورګوړو د تولید په برخه کې د بازار اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي. د هغه په وینا، دا پروژه به لږ تر لږه ۲۵ کسانو ته مستقیم کاري فرصتونه هم برابر کړي.

 

نوموړي زیاته کړه چې فابریکه به په شپږو پرمختللو ماشینونو سمبال وي او موخه یې د چرګانو د روزنې صنعت پراختیا، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی او د وارداتو پر ځای د داخلي تولید ملاتړ دی.

 

د لغمان مرستیال والي، حافظ انځرګل عبدالله، د پروژې د پېل هرکلی وکړ او ویې ویل چې سیمه ‌ییزه اداره د خصوصي سکتور او پانګوالو د ملاتړ لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمنه ده.

 

بلخوا، د اقتصاد رئیس، مولوي عطاءالرحمن فاتح، وویل چې د تولیدي فابریکو جوړېدل د اقتصادي ودې، پانګونې او کارموندنې د فرصتونو په پراختیا کې مهم رول لري او کولی شي سیمه ‌ییز اقتصاد لا پیاوړی کړي.

 

د کرنې رئیس، مولوي سلیمان ایمن، هم پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې به د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې او ملاتړ ته دوام ورکړل شي.

 

اقتصادي شنونکي باور لري چې د چورګوړو د تولید دا نوې فابریکه به نه یوازې د چرګانو د روزنې صنعت د پراختیا سبب شي، بلکې د کارموندنې، کورني تولید او د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره به هم مهمه ونډه ولري.