د سوات په مالم جبه کې د شال نیوز خبريال عصمت علي اخون له هغو پښتنو هنرمندانو سره ليدلي دي چې د رباب، هارمونيم او طبلې په غږونو د سېلګرو زړونه ګټي. وکيل باچا او د هغه ملګري، چې د صوابۍ ضلعې سره تعلق لري، د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سېلګريزو سيمو ته سفرونه کوي، د خپلې موسيقۍ له لارې روزګار هم کوي او د پښتني کلتور ژوندۍ ساتنه هم.

د دغو هنرمندانو د ژوند، ستونزو او هنر بشپړه کيسه د عصمت علي اخون په دې ځانګړي ويډيو راپور کې وګورئ.