په سوات کې شاوخوا دوه کاله وړاندې د بې درکه شوې ۱۲ کلنې ریشما د موندنې لپاره ولسي پاڅون شوی دی. د سیمي سلګونه اوسېدونکي، مشران او ځوانان راټول شوي او له حکومتي ادارو یې د ریشما د موندنې او د پېښې د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې ده.
ګډونوالو ویلي دي چې د ماشومې د ورکېدو له دومره اوږدې مودې تېرېدو باوجود لا هم د هغې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي او کورنۍ یې د انصاف غوښتنه کوي.
د ولسي پاڅون ګډونوالو خبرداری ورکړ چې که اړوندې ادارې جدي ګامونه پورته نه کړي، نو خپل احتجاجي لړۍ به نوره هم پراخه کړي.
تفصیل د عصمت علي اخون په دې راپور کې وګورئ.

عصمت علي اخون