د افغانستان د غزني ولایت په روضې کوتل سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او بار وړونکي ټرالر ترمنځ په ترافیکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي دي، چې پېښه ،د جون په ۱۳مه، د شپې شاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس له بار وړونکي ټرالر سره ټکر شو.
د ژغورنې ډلې او امبولانسونه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمي ته ورسېدل او ټپیان یې د غزني ملکي او حوزوي روغتونونو ته ولېږدول.
د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې ۱۱ ښځې هم شاملې دي. روغتیايي سرچیني وایي، چې د ټپیانو له ډلې د اتو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو د نورو ډېری روغتیايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
چارواکي وایي، لومړنۍ موندنې ښيي چې د شپې تیاره، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول د پېښې احتمالي لاملونه کېدی شي، خو د پېښې د کره علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې هر کال ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړوي چې د سړکونو خراب وضعیت، چټک تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعتول یې له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.

شال نیوز