په کابل کې د ایران سفیر ،علي رضا، بېکدلي د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې له مشرتابه سره په لیدنه کې ویلي دي چې نږدې ۲۰ ایراني شرکتونو د افغانستان د صنعت او معدن اونۍ په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې سرپرست رئیس محمد رفیع عظیمي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ایراني پانګوالو ته یې په یاد نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه.
د ایران سفیر وویل چې د ایران خصوصي سکتور، په ځانګړي ډول د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې، چمتو دی خپلې تجربې او تخصص به له افغان پانګوالو سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

شال نیوز