د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې غونډه ،د جون په ۱۳مه، په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د مشر هیبت الله اخوندزاده په مشرۍ ترسره شوه.

 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي دي، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت مشر وزیرانو او لوړپوړو چارواکو ته د خپلو دندو د اغېزمن ترسره کولو، د اسلامي نظام او فرمانونو د عملي کولو، له خلکو سره د عدالت پر بنسټ د چلند، د ولسي ستونزو د حل او د ټولنې د خدمت په اړه سپارښتنې وکړې.

 

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت مشر ټینګار وکړ چې د اسلامي نظام پیاوړتیا له دیني زده کړو او عامه پوهاوي سره تړاو لري او چارواکي باید د خلکو د دیني پوهاوي د لوړولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

 

د اسلامي امارت د اعلامیې له مخې، هیبت الله اخوندزاده چارواکو ته ویلي دي چې خلکو ته دیني زده کړې ورسوي، د دیني موضوعاتو په اړه بحثونه او مشورې وکړي، د نېکۍ پر لاره ثابت قدمه پاتې شي او خپلې دندې په اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي.

 

اعلامیه زیاتوي چې نوموړي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اصل پر پلي کولو، د اسلامي امارت د فرمانونو پر عملي کولو او د هغو د اهمیت د بیانولو اړتیا هم یاده کړه او له چارواکو یې وغوښتل چې په خپلو کړنو کې د بېلګې رول ولوبوي.

 

د اسلامي امارت مشر ویلي، چې د نظام د غړو او چارواکو مسوولیتونه درانه دي او باید په ټولو چارو کې اسلام او شریعت د بنسټیز اصل او معیار په توګه وکارول شي.

 

د غونډې پر مهال د پوهنې او زده کړو د خدمتونو د ښه والي، د هېواد د اقتصادي او سیاسي وضعیت د پیاوړتیا او یو شمېر نورو مهمو ملي موضوعاتو په اړه هم بحثونه وشول او اړوندې پرېکړې وشوې.

 

اعلامیه وایي چې د پخوانیو شوراګانو پرېکړې هم وارزول شوې او مسؤلو چارواکو د ترسره شویو اقداماتو راپورونه د اسلامي امارت مشر ته وړاندې کړل.

 

همدارنګه د غونډې په پای کې د اداري، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله وشوه او لازمي پرېکړې ونیول شوې.