د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې د توجي خېل وزیرو یوې پراخې جرګې د سیمي د امنیت، سولې او ولسي نظم د ټینګښت لپاره د ۳۰۰ کسیز امن لښکر د جوړولو پرېکړه کړې ده.

 

دغه جرګه ،د جون په ۱۲مه، د قبایلي مشر ،ملک جمیل، په کور کې جوړه شوې وه، چې پکې د توجي خېلو مشرانو، سپین ږیرو او د بېلابېلو کلیو استازو ګډون کړی و.

 

د جرګې د پرېکړو له مخې، نوی جوړېدونکی امن لښکر به د قبیلي د سیمو، شتمنیو او ولسي امنیت د خوندي ساتلو لپاره شپه او ورځ خپلې دندې ترسره کوي. ګډونوالو ویلي، چې د سیمي د امنیتي وضعیت او وروستیو پېښو له امله د ولسي همغږۍ او ګډو هڅو اړتیا زیاته شوې ده.

 

جرګې همدارنګه د توجي خېلو هغو کسانو ته، چې د جرګې په وینا له ناقانونه وسلوالو ډلو سره اړیکې لري، درې ورځنی مهلت ورکړی دی چې له دغو فعالیتونو لاس واخلي او د قانون لاره خپله کړي.

 

د جرګې مشرانو ویلي دي، چې که یاد کسان د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې د جرګې غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړي، نو د قامي دودونو او د جرګې د راتلونکو پرېکړو له مخې به نور اقدامات ترسره شي.

 

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دوي موخه په سیمه کې د امن ټینګښت، د ولسي وګړو د ژوند او شتمنیو ساتنه او د هر ډول ناامنۍ مخنیوی دی.

 

تر اوسه د پاکستان حکومتي او امنیتي ادارو د دغو پرېکړو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی، او شال نیوز په خپلواکه توګه د جرګې د ادعاوو او پرېکړو د عملي کېدو پخلی نه شي کولی.

 

د سیمي ځیني اوسېدونکي وايي چې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو سره قامي مشران هڅه کوي چې د جرګو او ولسي همغږۍ له لارې د سیمي د امن او ثبات لپاره ګډ ګامونه پورته کړي.

 

د یادونې وړ ده چې دا اقدام په ځانګړي توګه هغه وخت پورته شو کله چې ،د جون په ۵مه، د وسلوالو لخوا د توجي خېلو د ملک جمیل غبرګ زامن ووژل شول او بیا ،د جون په ۱۱مه، په ملک جمیل هم ورته برید وشو چې پکې نوموړی روغ ووتل.