د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر ،میا افتخار حسین، د نوښار کینټ د ګل مارکېټ هغه برخه لیدلې چې تېره اوونۍ پکې د اورلګېدنې له امله ګڼ دوکانونه زیانمن شوي وو.
میا افتخار حسین د پېښې ځای ته د سفر پر مهال له اغېزمنو سوداګرو سره ولیدل او د هغوي د مالي زیانونو په اړه یې خواخوږي څرګنده کړه. نوموړي وویل چې سوداګرو ته اوښتی زیان د اندېښنې وړ دی او عوامي نېشنل ګوند به د هغوي د حقونو او ستونزو د هواري لپاره خپل رول ترسره کړي.
هغه له صوبایي حکومت او اړوندو ادارو وغوښتل چې د زیانمنو شوو سوداګرو د بحالۍ او مالي مرستو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د اوښتو تاوانونو د جبران لپاره عملي اقدامات وکړي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو د معلوماتو له مخې، د جون په شپږمه شپه د نوښار په سستا بازار کې د ټېلو او موقتي دوکانونو په برخه کې اور ولګېد چې وروسته یې د ګل مارکېټ ګڼ دوکانونه هم ونیول. د چارواکو په وینا، د جامو او نورو زر اور اخیستونکو توکو له امله اور په چټکۍ سره خپور شو.
ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، چې د نوښار ترڅنګ د پېښور او مردان څخه هم د اور وژنې اضافي ګاډي او کارکوونکي سیمي ته ورغوښتل شول. د اور وژنې عملیات څو ساعته روان وو او وروسته اور تر کنټرول لاندې راوستل شو.
بلخوا، د ګل مارکېټ سوداګرو او دوکاندارانو د نوښار په شوبرا چوک کې احتجاج کړی او له حکومت څخه یې غوښتي دي چې د اوښتو زیانونو د ارزونې لپاره دې بېړنۍ سروې ترسره شي او له اغېزمنو کورنیو سره دې مالي مرستې وشي.
احتجاج کوونکي وایي چې په اورلګېدنه کې د جامو، کمبلو، څپلیو او نورو سوداګریزو توکو په ګډون د کروړونو روپیو مالونه سوځېدلي دي.
تر اوسه د ضلعي انتظامیې له لوري د اوښتو زیانونو رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې. چارواکي وایي چې د اورلګېدنې د اصلي علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او تر اوسه د پېښې وروستی لامل نه دی روښانه شوی.

شال نیوز